د سويس خبري رسنۍ: د لوېديځو هېوادونو په شکايت کې منافقت او تنګ نظري ښکاري
CMG2024/04/22 15:52:38
شريکول:

نيو زوريچ ورځپاڼې په دې وروستيو کې پر خپلې ويبپاڼې يوه لیکنه ((د چین اضافي تولیدي وړتیا: د لوېديځو هېوادونو شکایت کې منافقت او تنګ نظري ښکاري)) خپره کړې ده.

دغه لیکنه د زوريچ ورځپاڼې د لومړۍ درجې اقتصادپوه پيټر فيسر له خوا ليکل شوې وه.

نوموړي په دغې ليکنې ويلي، چې هیڅ داسې شمېرې او شواهد نشته، چې وښيي، چینايي توليداتو اروپايي بازار زيانمن کړی دی.

پيټر فيسر ليکي، په اروپا کې موټر توليدوونکو له اوږدمهال راهیسې د برېښنايي موټرو پرمختګ ته پاملرنه نه ده کړې، خو یوازې له چین څخه يې شکايت کړی.

پيټر فیسر د اروپا دغه کړنه له منافقته ډکه بللې ده.