د کمبوډيا پاچا د چين له بهرنیو چارو وزير سره وکتل
CMG2024/04/22 10:26:23
شريکول:

د کمبوديا پاچا نورودوم سيهاموني د اپريل په ۲۱مې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې پنوم پن کې د چين له بهرنیو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږيدلي دي.

سيهاموني له وانګ يي سره په يادې کتنې کې د کمبوډيا د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د چين له ملاتړ او مرستو څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې د يوه چین پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د درېو نړيوالو وړانديزونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

وانګ يي له پاچا نورودوم سیهاموني سره په خبرو کې ويلي، چې بېجينګ د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخبيولو په هڅه کې دی او غواړي،‌ د نوي کیفيت د توليدي توان پرمختک چټک او د لوړې سويې ورخلاصون پراخ کړي.

نوموړي ويلي، د چين پرمختګ به د کمبوډيا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او هېواد يې غواړي همکارۍ ورسره زیاتې کړي، څو دواړه هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي.