د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبري رسنيو ته ويلي، چې د ایران ولسمشر سعيد ابراهيم رئیسي د اپرېل په ۲۲مې نېټې په یوه درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته تللی دی.
نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا او د سوداګرۍ، تګ راتګ، انرژۍ، کرنې او ملکي تبادلې د ژورتيا په اړه به ورسره خبرې وکړي.
دواړه خواوې به د سیمه يیزو او نړیوالو پرمختګونو او همدارنګه د ګډو تروریستي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
(ژباړه: شکريه)