له شي جين پينګ سره ليدنه/ هغه پوهېږي، چې چين څه ته اړتيا لري او پر کوم لوري باید ګامونه پورته کړي
CRI2024/04/22 11:16:26
شريکول:

مېرمن ګالينا کوليکوا د روسيې او چين د دوستانه ټولنې لومړۍ مرستياله ده. هغې په ۲۰۱۹ کال کې د دوستۍ په نوم د بهرنيانو لپاره د چين ولسي جمهوريت تر ټولو عالي مډال تر لاسه کړی دی.

هغې ويلي: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د چينايانو تر څنګ ولاړ دی او تل د عامو خلکو په زړه کې ځای لري.

د مېرمن کوليکوا په خبره، رئيس شي جين پينګ د چين هېواد په شان نه يوازې ثابت، بلکې کلک او ټينګ خوی لري. هغه تل په دې ښه پوهېږي چې چين کومه اړتيا لري او پر کوم لوري دې پرمختګ وکړي.

دا د مېرمن کوليکوا په سترګو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بڼه ده.