د ترکيې ولسمشر عراق ته په سفر تللی
CMG2024/04/23 10:10:15
شريکول:

د عراق ولسمشر عبداللطيف رشيد او صدراعظم محمد شيعه السوداني د اپرېل په ۲۲مې نېټې په پلازمېنې بغداد کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره کتلي او د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږيدلي دي.

دوی د عراق او ترکيې ستراتيژيک چوکاټي تړون لاسليک کړی او په بېلا بېلو برخو کې يې له ۲۰ څخه زياتې همکاريزې هوکړې کړې دي.

د عراق ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر عبداللطيف رشيد او رجب طيب اردوغان په خبرو کې د خپلمنځي اړيکو پر ټينګېدو او د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی او د سياسي اړيکو، امنيت، اقتصاد، د اوبو سرچېنو او د ترهګرۍ ضد چارو په اړه يې نظرونه تبادله کړي دي.