د فرانسې ولسمشر: پر رفح د اسرائيلي ځواکونو له بريد سره ټينګ مخالفت کوو
CMG2024/04/23 09:56:23
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د اپريل په ۲۲مې نېټې له اسرائيلي صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره د ټليفوني خبرو په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې هېواد يې د غزې پر جنوبي رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو له بريد سره ټينګ مخالفت کوي او پر فلسطين او اسرائيل يې غږ کړی، چې سمدستي تلپاتې اوربند وکړي.

ولسمشر مکرون د دوو هېوادونو لايحې پلې کېدل د سيمې د دایمي سولې د تامين لپاره يوازينۍ لاره بللې ده او د اردن سيند د لوېديځې غاړې پر اوسېدونکو د مخ په زياتېدونکي زورزياتي او بريدونو سخته غندنه يې کړې او له اسرائيلي حکومته يې غوښتي، چې د دغه شان کړنو مخينوی وکړي.

دواړو مشرانو له اسرائيل څخه د ايران د غچ اخيستونکي بريد او د اسرائيل او لبنان ترمنځ د شخړې په اړه هم بحثونه کړي دي.

ولسمشر مکرون په خپلو خبرو کې غوښتنه کړې، چې مختلفې خواوې دې تر وسې پورې زغم او صبر وساتي او د سيمې د حالاتو د ترينګلتيا مخه دې ونيسي.