د کمبوډيا لومړي وزیر له وانګ یي سره وکتل
CMG2024/04/23 10:44:32
شريکول:

د کمبوډيا لومړي وزير هون مانېټ د اپریل په ۲۲مې نېټې په پلازمېنې پنوم پنه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له سياسي بيرو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د کمبوډيا نوي حکومت د ښو چارو او اقداماتو په مټ د دغه هېواد اقتصاد په خوځښت راوستلی او د خلکو ژوند يې ښه شوی دی، چې په دې سره یې په نړیوالې ټولنې کې د کمبوډيا موقعیت نور هم لوړ شوی دی.

نوموړي ويلي، چین د کمبوډيا د یو ښه دوست او همکار په توګه د دغه هېواد د حکومت چارې ستايي.

وانګ یي ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ تېر کال دوه ځلې د کمبوډيا له لومړي وزير هون مانېټ سره کتلي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ښه پرمختګ موندلی دی.

نوموړي زياته کړې، د چين او کمبوډيا حکومتونو د مشرانو مهمې موافقې عملي کړې دي.

هون مانېټ ویلي، چين د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ مهم بریالیتوب ترلاسه کړی او اقتصاد يې چټک پرمختګ موندلی دی او د همدې په پار یې بېجينګ ته مبارکي ويلې ده.

نوموړي ويلي، هېواد يې له چین سره دوستانه چلند کوي او د بېجينګ د اصلي ګټو (تایوان، هانګ کانګ او شینجیانګ) او دريځ کلک ملاتړ کوي او د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې فعال ګډون لري.