شي جين پينګ له چونګ چينګ ښار څخه ليدنه وکړه
CMG2024/04/23 16:06:17
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۲مې نېټې له چونګ چينګ ښار څخه دوه ورځنۍ ليدنه کړې ده.

نوموړی په چونګ چينګ ښار کې نړيوال لوژستيکي پارک، د جيو لونګ پو سيمې شيی جيا وان لارې مين جو کلي استوګنيزه سيمه او د ډيجيټل ښار د روانېدو او ادارې مرکز ته تللی دی.

شي جين پينګ په چونګ چينګ ښار کې د چين د لوېديځې سيمې د نوې ځمکنۍ او سمندري ټرانسپورټي لارې د جوړولو د چټکتيا، د ښار نوي کولو ، د خلکو د ژوند د تضمين او ښه کولو او د ښاري ادارې د عصري کېدو د پياوړتيا حالت له نږدې څارلی او اړوندو ادارو ته یې د چارو د ښه ترسره کېدو لارښوونه کړې ده.