د جینیوا ۴۹م د اختراع نړیوال نندارتون د اپرېل په ۲۱مې نېټې په یاد ښار کې پای ته ورسېد. د چين پلاوي په دې نندارتون کې ۱۹۷ اختراعات نندارچيانو ته وړاندې کړي او پکې ۷۰ د سرو زرو او ۹۷ د سپين زرو جايزې تر لاسه کړې دي.
ياد نندارتون د شلمې پېړۍ په اوومې لسيزې کې جوړ شوی او په نړۍ کې داسې نندارتون دی چې تاريخ يې اوږد او د ګډون کوونکو شمېر يې هم لوړ دی. د معلوماتو له مخې د نړۍ څه باندې زر اختراعات په دې نندارتون کې کتونکو ته ښودل شوي دي.