د اسرائيل پر شمالي سيمو ۳۵ توغندي لګيدلي
CMG2024/04/23 11:07:37
شريکول:

د اسرائيل پوځ د اپريل په ۲۲مې نېټې یوې اعلامیې کې ويلي، چې په همدې ورځ د لبنان له لوري د اسرائيل پر شمالي سیمو ۳۵ توغندي لګيدلي.

اسرائيلي پوځ د يادو توغنديو د لګېدو پر مهال په سیمې کې د هوايي دفاع سایرن غږولی دی، خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ويلي.

اسرائيلي جنګي الوتکو په لبنان کې پر هغو سیمو بريدونه کړي، چې ياد توغندي ترې توغول شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله دوه پوستې بمبار کړې دي.