بېجينګ: کوسوو قدرت دې د تضادونو د سختېدو او د تقابل د پارولو په موخه خپلې کړنې ختمې کړي
CMG2024/04/23 09:55:41
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اپريل په ۲۲مې نېټې د امنيت شورا په يوې اړوندې علنۍ غونډې کې له کوسوو قدرت څخه غوښتي، چې د تضادونو د تېزېدو او د تقابل د پارولو په موخه خپلې کړنې پای ته ورسوي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د کوسوو په شمال کې حالات له يوې مودې راهيسې پر له پسې ترينګلي کيږي او کله نا کله د زورزياتي پېښو راپورونه ورکول کيږي.

فو څونګ ويلي، په کوسوو مسئله کې د چين دريځ ښکاره او روښانه دی او اړوندې خواوې بايد د امنيت شورا د ۱۲۴۴م پرېکړه ليک په رڼا کې د ډيالوګ او سلامشورو له لارې يو بل ته د منلو وړ حل لايحه پيدا کړي او په بهير کې يې بايد د سربيا ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته پوره درناوی وکړي.

( سپوږمۍ)