چين به ډېر ژر شن جو ۱۸مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ وتوغوي
CMG2024/04/24 09:43:47
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې شن جو ۱۸مه انسان وړونکې فضايي بيړۍ به د اپريل د ۲۵مې نېټې د شپې په ۸ بجو او ۵۹ دقېقو فضا ته وتوغول شي.

خبر وايي، ياده انسان وړونکې فضايي بيړۍ درې کسیزه عمله لري.

د اپريل ۲۴مه په چين کې د فضانوردۍ ۹مه ورځ ده. چين ۵۴ کاله مخکې په همدې ورځ د دونګ فانګ هونګ لومړی نمبر په نوم مصنوعي سپوږمکۍ د دغه هېواد له جيو چوان توغونکي مرکز څخه په برياليتوب فضا ته وتوغوله.

 ( سپوږمۍ)