د چين سفیر جاو شينګ له سرپرست وزير اميرخان متقي سره وکتل
CGTN2024/04/24 10:41:37
شريکول:

 

په کابل کې د چين سفير جاو شينګ د اپريل په ۲۲ مې نېټې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزير امير خان متقي سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږېدلي دي.

سفير جاو شينګ له نوموړي سره په خپلو خبرو کې د چين او افغانستان د اړيکو مثبته ارزونه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره د اقتصاد او سوداګرۍ، سرحدي سيمو او امنيت ساتنې په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د افغانستان د دايمي ثبات، پرمختګ او سمسورتيا په راوستلو کې مرسته وکړي.

سفیر جاو شينګ همدارنګه په افغانستان کې د وروستيو سيلابونو له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زيانونو په پار د همدردۍ مراتب څرګند کړي دي.

سرپرست وزير امیر خان متقي په خپلو خبرو کې له چين څخه مننه کړې، چې له افغانستان سره یې اوږدمهالې بې غرضه مرستې کړي او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلا بېلې همکارۍ لانږدې شي او لازياتې چيني تصدۍ په افغانستان کې پانګونې وکړي.