د غزې په يوه روغتون کې نور ۳۵ جسدونه پيدا شوي
CGTN2024/04/24 10:44:28
شريکول:

د غزې د ملکي دفاع ادارې د اپريل په ۲۳ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغې تړانګې د خان یونس ښارګوټي په ناصر روغتون کې نور ۳۵ جسدونه موندل شوي، چې پدې سره په دغه روغتون کې د ډله ييزې وژنې د جسدونو شمېر ۳۱۰ ته رسیدلی دی.

د غزې روغتيا ادارې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغې تړانګې کې د اسرائيلي ځواکونو د پوځي عملياتو له امله ۳۲ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش له لوري ټاکل شوې خپلواکې تحقوقي ډلې د اپريل په ۲۲ مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې اسرائيل تر اوسه ورسره هغه شواهد نه دي شريک کړي، چې له مخې يې د ملګرو ملتونو کارکوونکي له ترهګريزو ډلو سره په همکارۍ توری کړي دي.