د انرژۍ نړيواله ايجنسي: په راتلونکو لسو کلونو کې به د نوې انرژۍ موټرونو اړتياوې پر له پسې زياتې شي
CMG2024/04/24 10:47:42
شريکول:

د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ، چې مقر يې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې دی، د اپريل په ۲۳مې نېټې د ۲۰۲۴ کال د برقي موټرو نړيوال لرليد په نوم راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به ټوله نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرونو اړتياوې په پر له پسې او قوي ډول زياتې او د موټرو نړيوالو چارو حالت کې به ستر بدلون رامنځته شي.

په دغه راپور کې اټکل شوی، په ۲۰۲۴ کال کې به په ټوله نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرونو د پلور اندازه ۱۷ ميليونو ته ورسېږي او د موټرو د عمومي پلور اندازې څه باندې يوه پر پنځمه برخه به ونيسي.

راپور وايي، تېر کال په نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرونو پلورونکې اندازې ۳۵ سلنه زياتوالی موندلی او نژدې ۱۴ ميليونه عرادې موټرونه پلورل شوي دي.

روان کال د نوې انرژۍ موټرو چارې هم چټک پرمختګ کوي او د ويتنام او تايلنډ په شمول نويو سمسورو بازارونو کې يې اړتياوې د چټک زياتوالي په حال کې دي.

راپور زياتوي، چين د نوې انرژۍ موټرونو په جوړولو او پلورلو کې مخکښ ځای خپل کړی او ښايي په راتلونکي کې هم دغه ځای وساتي.

( سپوږمۍ)