د جمايکې بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۲۲ مې نېټې په يوې اعلاميې کې د فلسطين د رسميت پېژندنې خبر ورکړی دی.
د جمايکې خارجه وزيرې کامينا جوسن سميته ويلي، چې هېواد يې د دوو هېوادونو پلان ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه پلان په سیمې کې د اوږدمهالې شخړې د حل، د اسرائيل امنيت د تامين او د فلسطينيانو د حيثيت او حقوقو د ساتلو لپاره يوازينی وړ انتخاب بولي.
نوموړې زياته کړې، چې هېواد يې د فلسطين د رسميت پېژندلو له لارې د شخړې د سوله ييز حل طرحه تقویه کړې او دغه پرېکړه يې له خپلې ټينګې ژمنې سره مطابقت لري.