شي جين پينګ په نوې زمانې کې د لوېديځې سيمې د ستر پرمختګ سيمينار کې ګډون وکړ
CMG2024/04/24 09:42:24
شريکول:



د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د اپريل د ۲۳مې نېټې په ماسپښين په چونګ چينګ ښار کې په نوې زمانې کې د هېواد  لوېديځې سيمې د ستر پرمختګ په نوم سيمينار کې ګډون کړی او مهمه وينا يې کړې ده.

نوموړي لوېديځه سيمه د هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ په عمومي حالت کې خورا مهم ځای بللی او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې د ګوند د مرکزي کمېټې لخوا د لوېديځې سيمې د پرمختګ اړوندې تګلارې او اقدامات دايمي او جدي پلي او د چاپېريال ساتلو، پراخ ورخلاصون او باکيفيته پرمختګ نوی حالت دې پر له پسې رامنځته کړي، د سيمې عمومي ځواک او د دواملرونکي پرمختګ توان دې پياوړی کړي او د چيني شکله عصري کېدو بهير په ابادۍ کې دې د لوېديځې سيمې نوی باب پرانيزي.

 

( سپوږمۍ)