د قطر د خارجه وزارت وياند مجيد انصاري د اپريل په ۲۳مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د غزې د اوربند مذاکرات په رکود کې لوېدلي او د امريکا او اسرائيل پلاوي له دوحې څخه وتلي دي.
مجيد انصاري ويلي، چې اوسمهال د غزې د اوربند خبرو اجنډا نه ده مالومه او د اسرائيل او امريکې مرکچي پلاوي هم له دوحې څخه تللي دي.
امريکايي رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړی، د حماس د سياسي بيورو مشران پر دې غور کوي، چې دفتر يې له دوحې نه بل هېواد ته انتقال کړي.
مجيد انصاري په دې اړه ويلي، چې قطر د امريکا په غوښتنې په دوحې کې د حماس د سياسي دفتر جوړېدو ته اجازه ورکړې او موخه يې دا وه، چې د امريکا او حماس ترمنځ د تماس اسانتياوې برابرې شي او په خبره يې، حماس بل هېواد ته د خپل سياسي دفتر د انتقالولو لامل نه لري.
( سپوږمۍ)