عراقي ځواکونو د داعش ۲ مشران وژلي
CMG2024/04/24 10:39:42
شريکول:

د عراق پوځ د اپرېل په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په دیاله ولایت کې د داعش ۲ مشران وژلي، خو د دوی نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

د عراق د ګډو عملياتو لارښوونکې ادارې په همدې ورځ یوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو یې د دیاله ولایت په غرنۍ سیمه کې د داعش پر یو پټنځي بمبارې کړې ده.

اعلاميه وايي، عراقي ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمېر وسلې هم نیولې دي.