په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴م کال د چيني ژبې د ورځې په وياړ فعاليت او د سي اېم جي ۴ م ويډيويي فيسټيوال ترسره شو
CMG2024/04/24 12:57:27
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴م کال د چيني ژبې د ورځې په وياړ فعاليت او د چين ميډیا ګروپ ۴م ويډيويي فیسټېوال د اپرېل په ۲۳مې نېټې په جنيوا کې ترسره شو.

دغه فیسټېوال د چين ميډيا ګروپ، په جينوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر او په دغه دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين پلاوي په ګډې همکارۍ ترسره شوی دی.

په دغه فعاليت کې د بلژيک، جرمني، هالنډ، برازيل او عراق په ګډون د ۵۰ هېوادونو استازو او ځوانو ډيپلوماتانو او د نړيوالو سازمانونو او ارګانونو د چارواکو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسانو ګډون کړی و.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتو ادارې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه فعاليت ته ويډيويي وينا کړې او هيله یې څرګنده کړې، چې لا زيات بهرني ځوانان چين ته سفر وکړي او رېښتينی چين له نږدې وګوري.

(ژباړه: شکريه)