د امریکې ولسمشر جوبایډن د اپرېل په ۲۴مې نېټې د ۹۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت مرستندویه مصوبه لاسلیک کړې ده.
سپینې ماڼۍ د روانې میاشتې په ۲۳مې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې امريکا به په روانې اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو اوتجهیزاتو ليږد پيل کړي.
د یادې مصوبې له مخې، امریکا به اوکراین ته د څه باندې ۶۰ میلیارډو ډالرو او اسرائیل ته د ۲۶ میلیارډو ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړي.
په یادې مصوبې کې دا هم ويل شوي، چې امريکا به د روسیې د کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه اوکراین ته وسپاري.