د هانګ جو اسيايي لوبو او د اسيا پارا لوبو اتلانو ته د ځانګړو مهرونو د ورکولو مراسم د اپريل په ۲۵ مې نېټې د چين په هانګجو ښار کې تر سره شول.
په دغو مراسمو کې د يادو لوبو ۶۹۳ اتلانو ته ځانګړي مهرونه يا ټاپې ورکړل شوې دي.
د دغو مراسمو د ترسره کېدو په ورته وخت کې د هغو مهرونو يا ټاپو نندارتون هم پرانېستل شو، چې د سپورټ او لوبو شعارونه او انځورونه پرې حکاکي شوې دي.
د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي او مخابراتي څانګې مرستيال مشر او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د چين ميډيا ګروپ مرستيالې مشرې شينګ بوه او د چين د سپورټ ملي ادارې مرستيال مشر جانګ جيا شنګ هم ګډون کړی و.
یاد مهرونه د چين د ((شي لينګ ين شه)) ملکي هنري سازمان لخوا جوړ شوي دي.
(ژباړه: شکريه)