د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د خوړو نړيوال پروګرام او يو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو د اپريل په ۲۴مې نېټې د خوړو نړيوال کړکېچ ګډ راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د ۵۹ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۲۸۱ ميليونه او ۶۰۰ زره کسان د غلو دانو له شديدې ناامنۍ مخامخ وو او ښايي حالت يې د جغرافيايي شخړو، افراطي اقلیم او اقتصادي بحران له امله نور هم سخت شي.
راپور وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د خوړو له شديدې ناامنۍ سره د مخ شويو کسانو شمېر د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۲۴ میليونه زيات و او له تېرو مسلسلو پنځو کلونو راهيسې يې دوامدار زیاتوالی موندلی دی.
تېر کال د نړۍ د ۳۲ هېوادونو تر ۵ کلنۍ ښکته ۳۶ میليونه ماشومان وږي وو او کافي خواړه ورته نه دي رسيدلي.
په راپور کې تېر کال د غزې تړانګې او سوډان په شمول جنګ ځپلو سيمو کې د خوړو کړکېچ د حيرانتيا وړ بلل شوی دی.
په راپور کې وړاندوينه شوې، چې په روان ۲۰۲۴م کال کې به د نړۍ د غلو دانو شديدې ناامنۍ کې کوم بدلون نه ترسترګو کيږي.