چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د پرمختيايي سرچېنو پانګه زياته کړي
CMG2024/04/25 14:47:49
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اپرېل په ۲۴مې نېټې د پرمختګ لپاره د پانګو راټولولو فورم په يوې مباحثوي غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې رښتينی څو اړخیزم پلی او يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، د پرمختيايي سرچېنو د زياتوالي لپاره دې اغېزمن تدبيرونه ونیسي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ اجنډا د تطبیق لپاره دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې وکړي.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه دې د خلکو پر ګټو تمرکز ولري او د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د غلو دانو د خونديتوب، د انرژۍ د امنيت او د بنسټيزو تأسیساتو د ابادۍ په برخو کې دې د پرمختيایي هېوادونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

فو څونګ زياته کړې، پرمختللی هېوادونه دې د پرمختګ په برخه کې له پرمختيایي هېوادونو سره د مرستو او د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې په برخو کې خپلې ژمنې پوره کړي او نړيوال پولي ارګان او څو اړخیز پرمختيايي بانک دې لا پراخ رول ولوبوي او د اوږدې مودې لپاره د پيسو راټولولو په برخه کې دې د پرمختيایي هېوادونو لپاره امتيازي تګلاره غوره کړي.