د اټومي انرژۍ مسوده د څېړنې او تصويب په پار د چين د ملي ولسي کانګريس دايمي کمېټې ته وړاندې شوه
CMG2024/04/25 14:43:34
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې ۹مه غونډه د اپريل له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره شوه، چې پکې په لومړي ځل د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د قانون مسوده د څېړنې او تصويب لپاره يادې کمېټې ته وړاندې شوې ده.

د مالوماتو له مخې، په چين کې د اټومي انرژۍ چارو چټک پرمختګ موندلی او دغه هېواد په تېرو کلونو کې د اټومي انرژۍ اړوند لس قانونونه خپاره کړي دي.

په دغې مسودې کې د اټومي انرژۍ د سوله ييز استعمالول اصول، د وارداتو او ورخلاصون مديريت او د نړيوالې همکارۍ ميکانيزم شامل دي، چې په تصويېدو سره به یې په دغه هېواد کې د اټومي انرژۍ بنسټيز او لارښوونکی قانون لابشپړ شي.