پاکستان: چين تر ټولو د باور وړ دوست بولو
CMG2024/04/25 10:57:18
شريکول:

د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ملي ادارې مشر لو جاو هوي د اپرېل په ۲۴مه نېټې  په اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشر زرداري سره کتلي دي.

زرداري له نوموړي سره په کتنې کې ويلي، چې هېواد يې چين ترټولو د باور وړ دوست بولي او د کليدي ګټو له ساتلو څخه به يې ملاتړ ته دوام ورکړي او د پاکستان او چين د اقتصادي دهليز ابادي به پرمخ يوسي.

نوموړي ويلي، پاکستان به د داسو پر برېښناکوټ ترهګريز بريد عاملين نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري او ترهګرو ته به هيڅ اجازه ور نه کړي، چې د دواړو هېوادونو دوستۍ ته زيان ورسوي.

لو جاو هوي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين غواړي په بېلا بېلو برخو کې له پاکستان سره پياوړې همکارۍ وکړي او هيله يې ښودلې، چې اسلام اباد به په دغه هېواد کې د چينايي اتباعو او تصديو د خونديتوب  لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.