ترکيې له داعش او ګولن غورځنګ سره د همکارۍ په تور يو شمېر کسان نيولي
CMG2024/04/25 10:41:49
شريکول:

د ترکيې کورنيو چارو وزارت وايي، چې د اپريل په ۲۴مې نېټې يې له داعش سره د همکارۍ په تور ۱۱ شکمن کسان او له ګولن غورځنګ سره د خواخوږۍ او اړيکو په تور ۱۳ کسان نيولي دي.

د ترکيې‌ رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوليسو په دې وروستيو کې د يزمير ښار په ۱۳ سیمو کې چڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو شمېر محرم نشريات او ډيجټلي سندونه لاس ته ورغلي او له مالوماتو وروسته یې د همدې مياشتې په ۲۴مې نېټې له داعش سره د همکارۍ په تور ۱۱ شکمن کسان نيولي دي.

خبر وايي، د ترکيې پوليسو په همدې ورځ په استانبول ښار کې له ګولن غورځنګ سره د همکارۍ او اړيکو په تور  هم۱۳ شکمن کسان نيولي دي.