د چین د مستندو فلمونو فیسټېوال په سربیا کې پیل شو
CMG2024/04/25 18:45:56
شريکول:

د چین د مستندو فلمونو فیسټېوال د اپرېل په ۲۵مې نېټې د سربیا په پلازمېنې بلګراد کې پیل شو.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي او مطبوعاتي وزارت مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ، د سربیا د کلتوري چارو مخکښ وزیر ولدان وکوسلجویس  د ياد فیسټېوال پرانیستونکو مراسمو ته ویناوې کړې دي.

د مالوماتو له مخې، د چین ميډیا ګروپ لسګونه مستند فلمونه به د سربیا د دولتي راډیو او ټلویزیون له لارې خپاره او د دې هېواد خلکو او ننداچیانو ته به په نوې زمانې کې د چین په زړه پورې کېسې وړاندې شي.