د يمن د حوثي وسله والې ډلې وياند يحيې سريع د اپريل په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلې، چې وسله والو يې په عدن خليج او هندي سمندر کې د امريکې او اسرائيل پر بيړيو بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، حوثي وسله والو د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو له لارې پر يادو بيړيو بريدونه کړي او زيانمنې کړې يې دي.
په اعلاميې کې د يادو بريدونو د وخت او د بيړيو د نومونو يادونه نه ده شوې.