د جاپان د " ټوکیو شیمبون" ورځپانې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مدني ټولنو سمندر ته د فوکوشيما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د خوشې کولو پلان د مخنيوي په موخه لومړي وزیر فوميو کيشيدا ته غوښتنليک وړاندې کړی دی.
د جاپان مدنې ټولنې سمندر ته د فوکوشيما اټومي بټۍ د ککړو اوبو له ايستلو سره سخت مخالفت کوي او د اپرېل په ۲۴مې نېټې يې د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لارې لومړي وزير فوميو کيشيدا ته يو غوښتنليک ليږلی او سمندر ته د ککړو اوبو د بندولو غوښتنه يې ترې کړې ده.
پر دغه غوښتنليک ټولټال ۱۸۴۷۱۲ جاپانیانو لاسليکونه کړي دي.
" د فوکوشينا د سولې فورم "، " د اټومي انرژۍ معلوماتي دفتر" او " د جاپان د ملي شورا د اټومي او هایډروجني بمونو د منع کولو کميسيون " د دغه غوښتنليک د لاسليک چارې پرمخ وړې دي.
د دغو سازمانونو استازو په همدې ورځ په توکيو کې د اقتصاد او مسلک وزارت ته ياد غوښتنليک وړاندې کړی او پکې يې ويلي، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ایستل به پر خلکو ډېر بد اغېز وکړي او حکومت دې يادې کړنې ته بيا کتنه وکړي.
(ژباړه: شکريه)