د چین د شن جو ۱۸م نمبر فضايي بېړۍ چې پکې یې ګوانګ فو، لي څونګ او لي ګوانګ سو درې تنه فضانوردان سپاره دي، د اپرېل د ۲۵مې نېټې په شپه په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شوه.
دغه انسان وړونکې فضايي بېړۍ له لېږدوونکي راکټ سره جلا شوی او ټاکلي مدار ته ننوتلی، د فضانوردانو حالت ثابت دی. په دې سره د دې فضایي بېړۍ د توغولو دنده پوره بریالۍ ترسره شوې ده.