شي جين پينګ: چین او امریکا باید یو د بل بریالیتوب وهڅوي او یو بل ته دې زیانونه و نه رسوي
CMG2024/04/26 21:33:55
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۶مه په بېجینګ کې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره وکتل.

شي جين پينګ وویل، سږ کال د چین او امریکې د سیاسي اړیکو د ټینګېدو ۴۵مه کلیزه ده. د تېرو ۴۵ کلونو تجربې ښيي، چین او امریکا باید يو له بل سره همکارۍ وکړي، نه سيالۍ، دواړه لوري دې يو بل ته زيانونه نه رسوي ، بلکې باید یو د بل بریالیتوب وهڅوي، باید خپلمنځي توپیرونه ومني، خو بدنیت لرونکې سيالۍ دې و نه کړي. متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د چین او امریکې په اړیکو کې درې اصله دي.

انتوني بلېنکن وویل، ولسمشر جوبایډ زما دغه سفر ته لارښوونې وکړې چې باید ستاسو د سانفرانسیسکو ملاقات کې د موافقو له مخې له چین سره پراخې او ژورې همکارۍ ولټوم. موږ د دواړو هېوادونو اړیکې تیڼګې کړو او غواړو چې په مسئولانه رویه خپلمنځی اړیکې برابرې کړو.