سروې: په نړۍ کې د امریکا له لارښوونکي توان څخه د نارضایتۍ کچه لوړه شوې
CMG2024/04/26 10:55:28
شريکول:

د امریکا ګولوپ ادارې د اپريل په ۲۳مې نېټې يو تازه سروې خپره کړې، چې له مخې يې په نړۍ کې د دغه هېواد له لارښوونکي توان څخه د نارضایتۍ کچه لوړه شوې ده.

د سروې پايله ښيي، په تېر ۲۰۲۳م کال کې د امریکا د لارښوونکي توان په اړه د خلکو د نارضایتۍ منځنۍ کچه ۳۶ سلنې ته رسېدلې، چې دغه شمېر د وړم ۲۰۲۲م کال د ۳۳ سلنې په پرتله لوړوالی ښيي.

سروې ښيي، په ۲۰۲۳م کال کې په اوکراين، فنلنډ، هند، کينيا او یوګانډا کې د امریکې د لارښوونکي توان په اړه د خلکو د نارضایتۍ کچه ډېره غورځېدلې او د ۲۰۲۲م کال په پرتله لږ تر لږه ۱۰ سلنه ټيټه شوې ده.