شي جين پينګ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره وکتل
CMG2024/04/26 18:32:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۶مې نېټې په ماسپښین په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، سږ کال د چين او امريکا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ۴۵ کلنو اړیکو موږ ته ډیرې مهمې زده کړې راکړې دي: دواړه هېوادونه باید همکاران وي، نه سیالان، يو بل ته د زیان رسولو پر ځای دې یو له بل څخه برياوې تر لاسه کړي، د ناوړه سیالۍ پر ځای دې خپلمنځي توپيرونه لرې کړي. د چين او امريکا ترمنځ د ديالوګ پياوړی کول، د توپيرونو کنټرول او د همکارۍ پياوړتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده.  

ده وويل: تېر کال، ولسمشر بایډن او ما په سان فرانسیسکو کې سره ولیدل او يو لړ هوکړې مو وکړې. په تېرو څو مياشتو کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا شوې موافقې عملي کړې، په بېلا بېلو برخو کې يې اړيکې ټينګې کړې او يو شمېر مثبت پرمختګونه يې کړي، خو لا هم ډېرې ستونزې شته چې بايد حل شي.