د جونګ ګوان څون د ۲۰۲۴م کال فورم: د ساينس او ټېکنالوژۍ له لحاظه راتلونکې ته کتل
CMG2024/04/26 14:36:16
شريکول:

د جونګ ګوان څون فورم  د ۲۰۲۴م کلنۍ غونډه د اپرېل په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه، چې د څه باندې سلو هېوادونو او سيمو غښتلو ساينسپوهانو او ادارو پکې ګډون کړی دی.

سږنۍ غونډه د نوښت له لارې د لا ښکلې نړۍ د جوړېدو په عنوان تر سره کيږي، چې د ايي اې(AI)، د ژوند ساينس، د فضايي ساينس په شمول ګڼ شمېر مخکښو برخو پورې اړه لري او د نړۍ د بېلا بېلو سیمو د ساينس او ټېکنالوژۍ د لاسته راوړنو لپاره يې د تبادلې ډګر جوړ کړی دی.

د ساينس او ټېکنالوژۍ توليدات به د انسانانو ژوند ته ښه بدلونونه ورسوي او د راتلونکي پرمختګ لوری به یې روښانه کړي.