چین: پر سوریې د اسرائیلي ځواکونو دوامدارې بمبارۍ څارو
CMG2024/04/26 10:35:48
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د اپرېل په ۲۵مې نېټې د امنیت شورا د سوریې د سیاسي او بشردوستۍ مسئلو په یوې مباحثوي غونډې کې ويلي، چې هېواد یې پر سوریې د اسرائیلي ځواکونو دوامدارې بمبارۍ څاري.

نوموړي ويلي، اسرائيلي ځواکونه پر سوریې پر له پسې بريدونه کوي او چين د اسرائيل دغې کړنې ته پاملرنه کوي او څاري يې.

ګنګ شوانګ د اسرائیل دغه عمل د سوریې پر حاکمیت او د خاورو پر بشړتیا سخت تېری بللی او ويلي يې دي، چې دغسې کړنې به یې د سیمې وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

نوموړي په خبرو کې د غزې حالاتو ته هم پاملرنه کړې او په خبره يې، تاوتريخوالی به د غزې پر شخړې لا منفي اغېزې وکړي او پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې سړه سینه وساتي او د وضعیت د لا ترینګلتیا مخه دې ونیسي.

ګنګ شوانګ د سوریې مسئلې په اړه ويلي، چې هېواد يې د دغه هېواد د مسئلې د سیاسي حل پلوي او ملاتړ کوي.