بېجینګ: د چین اضافي تولیدي وړتیا خيالي او دوه ګوني معیار دی
CMG2024/04/26 10:55:37
شريکول:

ځینو لوېديځو هېوادونو په دې وروستیو کې د چین د خيالي اضافي تولیدي وړتیا په اړه پروپاګنډ پيل کړي دي.

 د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د اپرېل په ۲۵مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې ځيني لوېديځ هېوادونه د چين د خيالي اضافي تولیدي وړتیا په تړاو پر له پسې پروپاګنډ کوي او د خلکو ذهنونه خرابوي.

نوموړي د لوېديځو هېوادونو دغه کړنه دوه ګونی معیار بللی، چې نه یوازې د ګردې نړۍ د زرغونو اصلاحاتو پروسې مخنیوی او د اقلیمي بدلون ضد پر نړیوالو همکاريو باور کمزوری کوي، بلکې د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې په اړه د شرکتونو ارادو ته هم زيانونه رسوي.

د هه یا دونګ په خبره، د اضافي تولیدي وړتیا مسئله باید د اقتصاد د نړیوال کېدو په حال کې د نړیوال بازار او د نړیوالو کاري ډولونو په نظر کې نېولو سره عادلانه، مساوي او علمي رویې وڅېړل شي او اوسمهال په ګردې نړۍ کې د نوې انرژۍ تولیدي توان اضافي نه دی، بلکې کمښت لري.