وانګ يي: امريکا باید لومړی دا پوښتنه ځواب کړي؛ چين خپل همکار او يا دښمن بولي؟
CMG2024/04/26 17:46:42
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۲۶مه نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل امريکايي سیال بلېنکن سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږيدلي دي.

وانګ يی له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او امريکا ترمنځ اوسنۍ اړيکې لا خرابوالي څخه ثابت حالت ته داخلې شوي، خو منفي اغېزې يې لاهم موجودې دي.

نوموړي ويلي، له امريکا سره په اړيکو کې د چين دريځ، رويه او غوښتنې تل ښکاره دي. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په رڼا کې له امريکا سره د اړيکو پرمختګ ته سم کتلي او تل يې د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو په اړه د چین د دولت رئيس شي جين پینګ پر وړاندې شويو اصولو ټينګار کړی او هم يې ورسره د متقابلو کليدي ګټو درناوی کړی دی.

وانګ يي د تايوان مسئله د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې لومړی سره کرښه بللې او له امريکا یې غوښتي، چې له دغې کرښې تېر نه شي.

 

نوموړي ويلي، چينايان باید له پرمختيايي حقونو څخه محروم نه شي او په خبره يې، امريکې د چين پر سوداګريزو او ساينسي او تخنيکو برخو ډېر بنديزونه لګولي او دا یې د واشنګټن عادلانه سيالي نه، بلکې د چين د پرمختګ د مخنيوي او د ستونزو جوړولو په مانا بللي دي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې ته هم اشاره کړې او ويلي یې دي، چې دغه سیمه باید د لويو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ ډګر ونه ګرځي.

انټوني بلینکن د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړېکې بللي او د دغو اړيکو اداره کول يې د دواړو خواوو ګډ مسؤليت ياد کړی دی.