شي جين پينګ: نړۍ د چین او امریکې ګډ پرمختګ راوړلی شي
CMG2024/04/26 21:39:35
شريکول:

شي جین پینګ دغه راز وویل، چین او امریکا خپلمنځي ډيالوګ پیاوړی کوي، خپلمنځي توپیرونه کنټرولوي او خپلمنځي همکارۍ هڅوي، نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له هیلې، بلکې د نړیوالې ټولنې له ګډې هیلې سره سمون لري. نړۍ کافي لویه ده او د چین او امریکې ګډ پرمختګ او مختلفو برخو کې سمسورتیاوې راوړلی شي. چين يوه پرانیستې او پرځان بسيا امریکا غواړي، هیله ده چې امریکا هم د چین پرمختګ په اړه سمه او فعاله رویه غوره کړي. د دې مسئلې په حلېدو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې په حقيقي توګه  ښې او ثابتې شي.