د اسرائيل صدراعظم پر رفح ښارګوټي د ځمکنيو بريدونو پلان منظور کړ
CMG2024/04/26 10:46:38
شريکول:

د اسرائيل راډيو د اپريل په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې لومړي وزیر بنيامين نېتانياهو د پوځ هغه پلان ته تایئدي ورکړې، چې له مخې يې اسرائيلي ځواکونو ته د غزې تړانګې پر رفح ښارګوټي ځمکنيو بريدونو ته لاره هواروي.

خبر وايي، ملکي وګړي به ډېر ژر له رفح ښارګوټي څخه ووځي او اسرائيلي ځواکونه اوسمهال پر ياد ښارګوټي د بريدونو لپاره چمتوالی نيسي.

د مالوماتو له مخې، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو تراوسه پوځ ته پر رفح ښارګوټي د ځکمنيو بريدونو د ترسره کولو امر نه دی کړی.