د چين د شن جو ۱۸م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ درې ستورمزلي فضايي سټېشن ته ننوتل
CMG2024/04/26 10:27:12
شريکول:

د چین د انسان وړونکي فضايي چارو د پروژو دفتر خبر ورکړی، چې انسان وړونکې بېړۍ يې له فضايي سټېشن سره یو ځای شوې او د شن جو ۱۸م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ درې ستورمزلي د بېړۍ د راستونېدونکې برخې د مدار برخې ته ننوتلي دي.

د شن جو ۱۷م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلو د اپرېل په ۲۶مې نېټې د سهار په ۵ بجو او ۴ دقیقو د فضايي سټېشن دروازه پرانیستله او د ۱۸م نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلو یې هرکلی وکړ.

ټاکل شوې، دغه ۶ چيني ستورمزلې به په فضايي سټېشن کې د ۵ ورځو لپاره ګډ کار او ژوند وکړي او په نوبت به د کارونو د ترسره کولو لپاره چمتوالی ونیسي.