سروې: له نورو هېوادونو سره د امريکا د مرستو ((قانوني مسوده)) د نړۍ پر کړکېچونو تېل شيندي
CMG2024/04/26 18:04:21
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن په وروستيو کې د ۹۵ ميليارډو امریکايي ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو سره د مرستو د قانوني مسودې فرمان لاسليک کړی دی.

د سي جي ټي اېن د انلاين سروې د ګډونوالو په اند د امريکې دغه مسوده به د نړۍ په لر او بر کې پر روانو کړکېچونو تېل وشيندي او لمبې به یې نورې هم تېزې شي.

د دغې سروې ۸۹ اعشاريه ۸۷ ګډونوال د امريکا د يادو مرستو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او يوازې په دې اند دي، چې واشنګټن له نورو هېوادونو او سيمو سره د مرستو په بهير کې امريکايي ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو ګټې او دايمي پرمختګ له پامه غورځوي.

د دغې سروې يوه ګډونوال په اند، څوک بايد له امريکې دا هيله ونه لري، چې په نورو هېوادونو کې به هم د خلکو لپاره يوه هوسا ټولنه جوړه کړي.
واشنګټن پر دروغو اموخته شوی او يوازې د خپلو ډالرو د مقام لپاره هڅې کوي، څو نور هېوادونه او سيمې ور څخه پورونه واخلي او د بهرنۍ سوداګرۍ کسر رامنځته کړي.