د ارجنټاین، بولیویا او پیرو د بهرنیو چارو وزیران به چین ته سفرونه وکړي
CMG2024/04/26 18:33:54
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د اپرېل په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د ارجنټاين د بهرنيو چارو وزیره ډیانا مونډينو د اپريل له ٢٧مې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي.

سرچينې ويلي چې د بولیویا او پیرو د بهرنیو چارو وزیران به هم د اپریل له ٢٨مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې له چین څخه لیدنه وکړي.