د چين او تانزانيا مشرانو د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټینګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2024/04/26 15:57:39
شريکول:

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه به له ولسمشرې حسن سره د چين او تانزانيا ترمنځ د عنعنوي دوستۍ د دوام، د دواړو هېوادونو د پرمختګ او بيا سمسورتيا د هڅولو، د کمربند او لارې د ابادۍ پلان د پلي کولو، د دواړو خواوو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا او د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ولسمشرې حسن په خپل پيغام کې ويلي، تانزانيا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختګ له غوښتنو ټينګ ملاتړ کوي او له چين سره به هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ژورې او پياوړې کړي.

(ژباړه: شکريه)