وانګ يي او بلينکن د چین او امريکې پر اړيکو خبرې کړي
CMG2024/04/26 11:10:21
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل امريکايي سيال انټوني بلينکن سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږېدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، د دواړو هېوادونو مشرانو د تېر کال په نومبر کې د امريکا د سانفرانسيسکو لېدنې کې يو لړ هوکړې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين او امريکې دوه اړخيزې اړيکې د مشرانو تر لارښوونې لاندې ثابتې روانې دي او په بېلابېلو برخو کې يې نظر تبادلې او همکارۍ هم زیاتې شوي دي او د دواړو هېوادونو خلکو او نړيوالې ټولنې يې هرکلی کړی دی، خو په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو اړيکې له کږليچونو هم تيريږي او په خبره يې، امريکا د چین د پرمختګ پر قانوني حقونو بنديزونه لګوي او مرکزي ګټې يې له ننګونو سره مخ کړې دي.

چين او امريکا به خپلمنځي اړيکې پر لوړ او يا په ځوړ بيايي؟ دواړه خواوې به د نړيوالو همکاريو له لارې نړیوالې مسئلې حل کوي او ګډې ګټې به ترلاسه کوي او که متقابل مقاومت او شخړې به کوي، چې په پای کې هرڅه وبایلي؟

وانګ يي همدغه څو ټکي د دواړو هېوادونو لپاره يوه لويه او مهمه مسئله بللې او په خبره یې، د دواړو هېوادونو هيلې ورپسې تړلې دي.