د چين د سي جي ټي اېن(CGTN) د يوې انلاين ټولپوښتنې ۹۰.۰۵ ګډونوال د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د بيړني اوربند غوښتنه کړې ده.
د ټولپوښتنې ۹۳.۵ ګډونوالو له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د بشردوستۍ نړيوال قوانين مراعات کړي او سمدستي دې د ملکي وګړيو پر وړاندې ټول تاوتريخوالی بند کړي.
د امريکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې اسرائيل ته د ۲۶ ميلیارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرستې مسوده لاسلیک کړې ده.
د ټولپوښتنې ۹۲ سلنه ګډونوالو د بايډن دغه کړنه غندلې ده.
چين په سیمې کې د تلپاتې سولې په پار د فلسطين او اسرائيل د مسئلې د حل بنسټيزه لاره د ۲ دولتونو د لايحې پلي کول او فلسطيني ملت ته د مشروع حقوقو بيا ورکول اړين بولي.
د ټولپوښتنې ۸۸ سلنه ګډونوال د چين ياد دريځ ستایلی او باور یې ښودلی، چې نړیواله ټولنه باید په ګډه د فلسطین مسئلې د هراړخيز، عادلانه او دايمي حل لپاره کوښښونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)