د ۲۰۲۴م کال جونګ ګوان څون فورم د اپريل په ۲۵مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د دغه فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ساينس او ټېکنالوژۍ د نړيوالو همکاريو په اړه پرانسيتي، عادلانه او له تبعيض پاک نظرونه پلي کړي او د نړيوال سانيس ګډه ټولنه ورسره جوړه کړي.
د جونګ ګوان څون سږنی فورم ( نوښت: د لا ښکلې نړی جوړول) په عنوان ترسره کيږي.
د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چيني او بهرنيو ساينسپوهانو، د شرکتونو مشرانو، د حکومتي چارواکو او د نړيوالو سازمانونو د استازو په شمول شاوخوا زرو کسانو ګډون کړی و.