چين او امريکا پنځو موافقو ته ورسېدل
CMG2024/04/27 14:50:46
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره خبرې اترې وکړې او د دواړو خواوو د هراړخيزې تبادلې پر بنسټ پنځو موافقو ته ورسېدل.

لومړی، دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو له لارښوونې سره سم به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

دوهم، دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د لوړې کچې تبادلې او په ټولو کچو کې به تماسونه وساتي. 

درېيم، دواړو خواوو اعلان وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو لومړۍ غونډه تر سره او یو لړ سلامشورې به تر سره کړي.  

څلورم، دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کلتوري تبادلې د پراخولو لپاره تدبيرونه نيسي.

پنځم، دواړه خواوې به د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه سلا مشورې کوي او د دواړو خواوو ځانګړي استازي به اړيکې پياوړې کوي.