سروې: دا د چین اضافي تولیدي وړتیا نه ده چې ډېره ده، بلکې د امریکا د سوداګرۍ ساتنه ده
CMG2024/04/27 10:05:14
شريکول:

د چین د اضافي تولیدي وړتیا په اړه د امریکا تورونه په دې وروستیو کې په نړیوالو عامه افکارو کې ډېر بحثونه راپارولي دي. د چین د مېډيا ګروپ د سي جي ټي ان لخوا په ټوله نړۍ کې یوې سروې ښودلې، چې ۹۱،۴۹ سلنه ګډونوال په دې باور دي، چې د امریکا یاد تورونه بې بنسټه دي او ستونزه د چین تولیدي وړتیا نه ده، بلکې د امریکا د سوداګرۍ ساتنه ده.  

په سروې کې د ۹۱،۴۹ سلنه ګډونوالو په اند، د صادراتو ډېر محصولات د اضافي تولیدي وړتیا معنی نه لري، او ۹۴،۶۶ سلنه ګډونوالو د امریکا په کړنې نیوکه کړې، چې په ښکاره ډول د سوداګرۍ ساتنې په توګه ده.