د ۲۰۲۴ کال جونګ ګوان څون فورم له ۱۰۰ هېوادونو او سیمو څخه ډېر مېلمانه راجلب کړل
CMG2024/04/27 09:52:16
شريکول:

د ۲۰۲۴ کال د جونګ ګوان څون فورم کلنۍ غونډې د اپرېل له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره  کیږي. سږنی فورم د نوښت له لارې د لا ښکلې نړۍ د جوړېدو په عنوان تر سره کېږي او له ۱۵۰ څخه ډېرو بهرنيو دولتي څانګو ته بلنه ورکړل شوې ده. سلګونه کارپوهان او زرګونه مېلمانه به د ټېکنالوژیک نوښت په پار د ټولنیز پرمختګ، د خلکو ژوند د ښه والي او د دوامدار پرمختګ په اړه بحثونه وکړي او د لا ښې نړۍ په جوړولو کې خپل  توان او ځواک  برابر کړي.

جونګ ګوان څون فورم د علمي او تخنيکي نوښتونو په برخه کې د نړیوالې همکارۍ لپاره د چين د هېواد په کچه یو ډګر دی. روان فورم پنځه عمده برخې لري، یعنې د فورم کنفرانسونه، د ټېکنالوژۍ راکړه ورکړه، د لاسته راوړنو خپرول، پرمختللې سيالۍ او اړوند فعاليتونه دي. د روانې کلنۍ غونډې په ترڅ کې به د ساینس او ټېکنالوژۍ، نوي کیفیت توليدي توان او ټېکنالوژۍ حکومتولۍ په شمول کليدي موضوعاتو په اړه له ۶۰ څخه ډېر اړوند فورمونه ترسره  شي. د چين د موبايل د څېړنیز انستيتوت مشر هوانګ يو هونګ دې ته  په اشارې سره، چې دغه فورم نه يوازې د نظریو د تبادلې لپاره يو پراخ ډګر برابر کړی، بلکې د همکارۍ زيات فرصتونه يې هم رامنځته کړي، چې په اغېزمنه توګه د ساینس او ټېکنالوژۍ د نوښت پرمختګ ته وده ورکوي. هغه وویل، دا فورم ډېر پرانیستی دی، زیات شمېر نړیوال شرکتونه یې راجلب کړي او نړیوال کارپوهان هم کولی شي دلته خپلې تجربې شریکې کړي او حتی د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.  

د سپرینګرنېټر (Springer Nature)ګروپ شرکت په نړيواله کچه د ساينس او ټېکنالوژۍ د خپرونې په برخه کې يو مشهور سازمان دی، د دې شرکت د اسیايي څانګې مشر ارناوټ یعقوبز په دې وروستیو کې د چين د مېډیا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، جونګ ګوان څون فورم د بېلا بېلو هېوادونو کارپوهان راجلب کړي، ځینې یې په تخنیکي برخه کې کار کوي، ځینې یې په اړوندو برخو کې پالیسي جوړوونکي دي، او ځینې یې د ټولنیز ساینس شالید لري، چې موږ ته د نظرونو د ژورې تبادلې لپاره یو ښه ډګر چمتو کوي. د دې له امله د جونګ ګوان څون فورم ارزښت په ځانګړې توګه مهم دی.

 د سپرینګرنېټر لخوا خپور شوی د "طبیعت شاخص- ساینسي څېړنیزو ښارونو " راپور ښيي، بیجینګ د مسلسلو اوو کلونو لپاره د نړیوالو ساینسي څېړنیزو ښارونو په لیسټ کې لومړی ځای نیولی دی. د بېجينګ مرستيال ښاروال ما جیون د اپرېل د ۲۵مې په ماسپښين د جونګ ګوان څون فورم په یو اړوند فعالیت کې وویل، چې بېجينګ د نړيوالو نوښتونو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د تبادلې یو مهم ډګر ګرځېدلی دی.

اوس مهال، په بېجينګ ښار کې د نړيوال ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت مرکز د جوړولو کارونه روان دي. دغه ښار له ۲۰۱۷م کال راهيسې په پرله پسې توګه د طبيعت په شاخص کې د ساينسي څېړنیزو ښارونو په لېسټ کې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی.  

د یونیسکو د طبیعي علومو د څانګې مسؤل هو شاو فنګ په دې وروستیو کې د چين د مېډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وویل، چې بېجينګ د يو نوښتګر ښار په توګه په ډېرو برخو کې ډېر ښه لارښوونکی رول لوبولی دی. د بېجينګ د نوښت شاخصونه د نړۍ په کچه مخکښ دي، نو بېجينګ نه يوازې د ساينسي او تخنيکي اختراع له پلوه چين ته ښه ګټه رسولی شي، بلکې دا به ټولې نړۍ ته ګټه ورسوي او زه هيله لرم، چې د ټېکنالوژيکي نوښت په برخه کې د بېجينګ تجربې د جونګ ګوان څون فورم له لارې د نړۍ ټولو برخو ته خپرې شي او د ټولو لپاره به ښه بېلګه هم جوړه شي.